top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 73 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.

 

د دې لپاره چې افغانستان د نړېوالې ټولنې د ميلياردونو ډالرو مرسته جلب کړي څلورمهم کارونه دي چې بايد افغان حکومت يې ترسره کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه دا څلورکارونه سياسي جوړښت، د امنيت ټينګښت، د ښځو د وضيعت ښه والۍ او له اداري فساد سره مبارزه ګڼي.

د افغانستان په اړه په راتلونکو دوو اونيو کې د لندن کانفرانس جوړيږي او ولسمشرغني غواړي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړېوالې ټولنې مالي مرسته راجلب کړي.

افغانستان څرنګه کولي شي د نړېوالې ټولنې
ميلياردونه ډالره مرسته جلب کړي او ددې لپاره کوم کارونه لومړيتوب لري؟

د نړېوالو د مرستو د دوام لپاره څلورمسالې مهمې ګڼل کيږي.

لومړي د حکومت سياسي جوړښت:

واشنګټن پوسټ په دې اړه ليکي: ولسمشراشرف غني ونه توانيد چې د خپل واک په لومړيو ۴۵ ورځو کې کابينه اعلان کړي او دې مسالې داسې انديښنې پيدا کړې چې ګواکې ولسمشر او د افغان حکومت اجرائيوي رئيس د وزيرانو په انتخاب او ټاکلو کې له يو بل سره اختلافات لري.

واشنګټن پوسټ د يوه لويديځ ديپلوماټ په حواله ليکلي: تمه لري چې د لندن له کانفرانس نه مخکې د نوي کابيني اکثره غړي اعلان شي. د هغه په خبره مرستندويه هېوادونه غواړي د افغان حکومت جوړښت له نزدې وويني.

دوهمه موضوع چې واشنګټن پوست مهمه ګڼلې د طالبانو پر وړاندې تګ لاره او امنيت دي.

واشنګټن پوسټ ليکي: مرستندويه هېوادونه غواړي وويني چې ولسمشراشرف غني د طالبانو پر وړاندې څه ډول تګ لاره لري او له هغوي سره د سولې لپاره څه کوي.

ورځپاڼې ويلي:د افغانستان ولسمشرله طالبانو غوښتي چې سولې ته غاړه کيږدي او په دې لړکې يې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان، سعوي عربستان او د افغانستان د نورو متحدانو رول مهم ګڼلي دي.

دريمه مساله چې د نړېوالو مرستو د جلبولو لپاره مهمه ګڼل شوې هغه د افغانستان د ښځو په وضيعت کې ښه والي دي.

                                                               

واشنګټن پوسټ ليکي: د لندن د کانفرانس ګډونوال غواړي وويني چې د اشرف غني په مشرۍ په افغانستان کې د ښځو وضيعت څرنګه پرمخ ځي او د افغان حکومت په کابينه کې ښځې څومره ونډه لري.

څلورمه مساله له اداري فساد سره مبارزه ده چې واشنګټن پوست وايي له افغانستان سره د نړېوالو د مرستو د يقيني کولو لپاره مهمه ده.

ورځپاڼه وايي، د مرستندويانو لپاره دا ډيره مهمه ده چې وګوري افغان حکومت د اداري فساد پر ضد څه ډول مبارزه کوي.

د اشيا فاونډيشن د وروستۍ سروې له مخې ۶۲ په سلو کې افغانان اداري فساد د خپل هيواد تر ټولو لويه ستونزه ګڼي. په داسې حال کې چې دا فيصدي تير کال ۵۶ وه.

واشنګټن پوست وايي، اشرف غني په دې برخه کې ښه پيل کړي دي، د کابل بانک دوسيه يې بيرته پرانسته او د دې قضيي يو شمېرعاملان يې زنداني کړل.

يو شمېرنورو سياسي څيرو ويلي مرستندويان اوس انتظار لري چې ولسمشر غني ،د ولايتونو،او محلي ادارو په سطحه دا مبارزه عملي کړي.

د افغانستان په پخواني حکومت کې اشرف غني د ماليي د وزير په توګه کار کړي او هغه مهال له اداري فساد سره د ټينګې مبارزې غوښتونکي و خو د يوه لويديځ ديپلوماټ په خبره اوس مهمه داده چې ولسمشر غني کله له اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپله مفکوره عملي کوي.

د سوداګرۍ د نړېوالې خونې مشر ازرخش حافظي ازادي راډيو ته وويل له اداري فساد سره مبارزه بايد د ولسمشر غني د کارونو په سر کې وي.

 له افغانستان سره مرسته کونکي هيوادونه د راتلونکې دسمبرمياشت په څلورمه نيټه په لندن کې غونډه کوي او تمه کيږي چې په دې کانفرانس کې به له افغانستان سره د مرستو ژمنې وشي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.