top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 78 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.



د استرالیا د کرکټ لوبغاړی فیلیپ هیوز چې دوه ورځې مخکې د لوبې پر مهال د سر په شاتنۍ برخه کې په توپ لګېدلی و،  په روغتون کې ساه ورکړه.
د استرالیا کرکټ بورډ په یوه بیان کې وویل، په زیاتې خواشینۍ اعلانوي چې ۲۵ کلن فیلیپ هیوز له نړۍ سترګې پټې کړې.
هیوز د سې شنبې په ورځ د سیډني د کرکټ په لوبغالي کې په یوه تیز توپ غوږ ته نژدې د سر په شاه لګیدلی و.
نوموړی له ټپي کیدو وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې و.
د فلیپ هیوز مړینې د کرکټ له توپ څخه، چې په ساعت کې ۹۰ میاله سرعت لري، د لوبغاړو د ساتنې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
د استرالیا د کرکټ د ادارې مشر جېمز سوترلنډ تیر پنجشنبه  په یوه خبري غونډه کې وویل:«دا په رښتیا چې د اندېښنې وړ مسله ده. د کرکټ د لوبغاړو د خولیو کیفیت پر له پسې ښه کړای شوی او بیا پر غور شوی دی.»
د خولۍ مخکینۍ برخه لوبغاړي له توپه ساتي خو فلیپ له توپه مخ اړولی و او ځکه د سر په شاتنۍ برخه ولکېد چې خولۍ یې نه پوښي.
د کرکټ په تاریخ کې دا ډول پېښې ډېرې کمې شوي دي. تراوسه پوري سل تنه د سر په شاتنۍ برخه لکېدلي دي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.