top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 64 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۲۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې ایرلنډ ملي لوبډلې ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه.
دغه لوبې چې د افغانستان په کوربتوب په هند کې ترسره شوې افغانستان ایرلنډ ته درې صفر ماته ورکړه، چې دا لومړی ځل دی افغانستان په شل اوریزه لوبو کې درې پرلپسې لوبې ګټي.
د ننۍ لوبې پچه یا ټاس ایریلنډ لوبډلې وګټلو او افغانستان ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه پر ورکړه، چې افغانستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ لوبډلې ته ۲۳۵ هدف وټاکه، چې دا د کرکټ په شل اوریزه لوبو کې د افغان لوبډلې له خوا لومړی ځل دی، چې یوې لوبډلې ته ۲۳۵ هدف ټاکي.
د افغانستان له لوري محمد نبي عیسی خېل او شهزاد محمدي په زړه پورې او زړه راښکوونکې لوبه وکړه، چې محمد نبي په ۳۰ توپونو د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۸۹ او شهزاد محمدي ۴۳ توپونو د ۵ شپږیزو، او ۶ څلوریزو پر مټ ۷۲ منډې وکړې.
دغه راز عثمان غني ۲۳، سمیع الله شینواري ۱۳ او اصغر ستانکزي ۱۲ منډې وکړې.
د لوبې په دوهم پاڼې کې ایرلنډ لوبډلې خورا تېزه او په زړه پورې لوبه وکړه او یوازې په لومړیو شپږو اورونو یا پاور پلې کې یې پرته د کومې ویکټې له لاسه ورکولو ۹۰ منډې وکړې.
ایرلنډي لوبغاړو د دوه لومړیو ویکټو تر غورځېدو وروسته هم په زړه پورې لوبه وکړه او هغه مهال یې چې منډې ۲۰۰ ته ورسېدې یوازې پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
خو د راشد ارمان په زړه پورې توپ اچونې ایرلنډي لوبغاړي ورکړل شوي هدف ته رسېدو ته پرې نښودل او یوازې په خپل څلورم اور کې یې درې ایرلنډ لوبغاړي وسوځول.
په توپ اچونه کې راشد ارمان، ۳، کریم جنت، ۲، حمزه هوتک دوه، محمد نبي او شاپور ځدراڼ یو یو لوبغاړی له مخې لرې کړ.
ایرلنډي لوبغاړو ټاکل شوي ۲۰ اورونه هم پوره ونه شوای لوبولی او ۱۹،۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۵ منډې وکړې او افغانستان دغه لوبه ترې د ۲۸ منډو په توپیر سره وګټله.
د دغه لوبې په ګټلو سره افغانستان د لومړي ځل له پاره ایرلنډ لوبډلې ته په ۲۰ اوریزه لوبو کې درې صفر ماته ورکړه.
دا په ۲۰ اوریزه لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له خوا ۱۱ مه پرلپسې لوبه ده، چې ګټي یې او نړیوالو ریکارډ ټینګوي.
باید وویل شي، چې افغانستان تر دې وروسته له ایرلنډ لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ یا ۵۰ اوریزه او دغه راز یوه څلور ورځنی یا ټېسټ لوبه لري، چې لومړی پنځوس اوریزه لوبه به یې نن چهار شنبې د کب میاشتې په ۲۵ نېټه تر سره شي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.