top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 97 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.



د بلخ والي عطا محمد نور د جمهوري ریاست له ماڼۍ سره د خپلو خبرو اترو له دوام څخه خبر ورکوي او وايي چې ډېر ژر به یې وروستۍ پایلې اعلان شي.
ښاغلي نور پرون په بلخ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دا خبرې اترې د جمعیت ګوند په استازیتوب له ارګ سره ترسره شوي دي او اساسي هدف یې هم دا دی چې د جمعیت ګوند د پلویانو او غړیو سیاسي حقوق تامین کړي.
د بلخ والي د یادو خبرو اترو د تر لاسه شویو پایلو څخه راضي برېښي او د هغه په باور چې اجرائیه ریاست نه دی توانېدلی ترڅو د جمعیت ګوند د غړیو او طرفدارانو غوښتنې ځواب کړي او د هغوی حقوق تامین کړي.
ښاغلی نور وايي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله د دې لپاره چې خپل موقف او قدرت حفظ وساتي په هڅه کې دی ترڅو د داوړو لورو ترمنځ خبرې اترې تخریب کړي.
هغه یې په اړه وویل: "هغوی چې زموږ مالګه خوړلې اوس مو نمک دان ماتوي، د یادو مذاکراتو د خرابولو په خاطر یې له هر توانه او هر هغه څه چې په اختیار کې و، استفاده یې وکړه ترڅو زموږ د تخریب په خاطر کار وکړي او جمعیت ګوند دا خبرې اترې له ماتې سره مخ شي."
د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل سیاسي موقف او شخصي ګټو ساتلو په خاطر د معاملې د ترسره کولو په هڅه کې دی.  ښاغلي نور له دې کبله له خپلو پلویانو څخه بخښنه وغوښتله چې له دوی څخه یې غوښتي و، ترسو په تېرو انتخاباتي ټاکنو کې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړي.
هغه وویل: "له خپل ملت څخه هم بخښنه غواړم چې تاسو مو دې ته وادار کړی ترڅو نظر مو خپل کړو او له موږ سره همکاري وکړي، له موږ ملاتړ وکړی او په صندوقونو کې رای واچوی، تاسو زحمت و ایست."ښاغلی نور وايي چې د جعمیت ګوند اهدافو د ترلاسه کولو او خپلو هوادارانو ته د هغوی د حق لاسته راوړلو په خاطر به په راتلونګو ولسمشریزو ټاکنو کې میدان ته راووځي.
سره له دې چې مو هڅه وکړه د یادو څرګندونو په اړه د اجرائیه ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د یاد بنسټ ویندویانو ونه غوښتل دومره ژر په دې اړه نظر څرګند کړي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.