top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 86 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.




د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو په همکارۍ افغانستان اوس یو پیاوړی ملي ځواک لري او کولای شي، د خپل ولس او هېواد امنیت ټينګ کړي.
سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره ورځ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ٢٠١٦ کال کلنی راپور د خپرولو پر مهال وکړې.
نوموړی زیاته کړه، که څه هم افغان ځواکونه اوس د امنیت ټینګولو وړتیا لري، خو په وینا یې ځینې ترهګرۍ ډلې لا هم افغانستان ته یو حقیقي ګواښ دی.
دی وايي، په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د پاتې کېدو يو دليل دا دی، څو دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي.
د ناټو سرمنشي ومنله چې په افغانستان کې بريدونه او تلفات ډير شوي، ننګونې هم ډېرې دي، خو زياتوي چې افغان ځواکونو د ډېرو بريدونو مخه نيولې او شنډ کړي يې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونه اوس د ټولو امنيتي چارو مسووليت په خپله غاړه لري، او ناټو ورسره يوازې د روزنې او سلا مشورو په برخه کې همکاري کوي.
د ناټو سرمنشي له افغان ملي او امنيتي ځواکونو د ناټو سازمان د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د روزنې تر څنګ به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.