top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 94 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.




د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د افغانستان، انګلیستان او پاکستان په درې اړخیزه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ.
اتمر د انګلیستان د سلطنتي دولت په بلنه، نن د سه شنبه پر ماښام، دغه هېواد ته په یوه ورځني رسمي سفر روان شو.
د ملي امنیت ویاند تواب غورځنګ وايي، ښاغلی اتمر به په پلازمېنه لندن کې، په هغه ناسته کې ګډون وکړي، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر پنځلسمه نېټه د افغانستان، انګلیستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پکې، د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکيچ د حل لارو په اړه خبرې کوي.
نوموړی وایي، په دې ناسته کې، د انګلیستان له لوري، د هغه هېواد د لومړي د ملي امنیت سلاکار ښاغلی مارک لېل ګرنټ او د پاکستان له لوري، د هغه هېواد د لومړي وزیر د بهرنۍ تګلارې سلاکار ښاغلی سرتاج عزیز ګډون کوي.
غورځنګ دا هم ویلي، چې ښاغلي اتمر به د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر شپاړسمه نېټه، د روسیې فدراتیف جمهوریت ته، د هغه هېواد له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو په موخه روان شي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.