top

سرمقاله

بهار ميشود


بهار از بيرون و در درون باز ميتابد، غنچه هاي پژمرده دل را پيام زنده شدن و تازه شدن ميرساند، تيره گي هاي ناشي از جنگ و خشونت را مي تاراند و رخوت باقي مانده از برتري خواهي و انحصار را از احساس و انديشه مي زدايد.
بي جهت نيست که شاعران، نقاشان و نغمه سازان و در مجموع همه مردم دلبسته بهار ميشوند، چون بهار به تعبير قرآن، يکي از آيات زنده شدن بعد از مرگ است.

ادامه مطلب...

شمارشگر

ما 69 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

شماره مسلسل 3166

MTN

.




چین له افغانستان سره په پلازمېنه کابل کې د کورونو جوړولو په برخه کې د ۸۰ میلیونه ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون پنشنبې د افغانستان د ښارجوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او په کابل کې د چین د سفیر یوجینګ تر منځ لاسلیک شو.
د ښارجوړونې وزیر د دغه هوکړه لیک په مراسمو کې و ویل، چې دغه پیسې به په کابل ښار کې د۱۴۰۰ هستوګنې آپارتمانونو پروژې د عملي کولو په لومړي فاز کې ولګول شي.
هغه په خپلو خبرو کې و ویل، چې د دغې پروژې د تدارکاتو له پروسې وروسته به له یو ساختماني شرکت سره تړون لاسلیک کړي او تر راتلونکو دوو میاشتو به د پروژې عملي چارې پیل او تر دوو کلونو پای ته ورسول شي.
نوموړي دا هم و ویل چې د دغه سترې پروژې دویم او درېیم فاز به ولایتونو ته هم وغځوي او هلته به یې هم عملي کړي.
هغه وايي په تېرې یوې لسیزي کې له سل میلیارد زیات امریکايي ډالر په افغانستان کې لګول شوي خو د بیوزلو افغانانو پر ژوند یې د پام وړ اغیزه نه ده کړې.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د شمیرو له مخې په دغه هیواد کې د کورونو د کموالي ستونزې د لرې کولو لپاره لږ تر لږه د دوو میلیونو استوګن‌ځایونو جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي.
دغه وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د استوګن‌ځایونو جوړولو ملي پروګرام پیل کړي.
په ورته وخت په کابل کې د چین سفیر یوجینګ و ویل هیواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.
هغه زیاته کړه:« نن موږ د کور جوړونې د لومړي فاز هوکړه لیک، چې ورباندې ۵۰۰ میلیون یوان لګښت راځي، لاسلیک کوو، که د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د منلو وړ وي، که د افغان ښاریانو او د ښاري سیمو لپاره ګټوره وي، زه ډاډه یم چې زموږ هیواد به په خورا سمه توګه ورته مرستو ته دوام ورکړي.»
باید وویل شي له افغانستان سره د چین دا مرسته د هغو ژمنو یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۴ عیسوي کال کې دغه هیواد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال چینايي چارواکو له افغانستان سره کړې وې.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

Copyright © 2014. All Rights Reserved.